د لغمان او دايکندي ولایتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۴۵۲) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۱:۴۷
د لغمان او دايکندي ولایتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۴۵۲) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د لغمان او دايکندي ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې له (۱۸/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۸/ ۴/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې) پورې (۴۵۲) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.

 د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د لغمان او دايکندي ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۴۱۹) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
 له دې جملې څخه (۱۱۷) عرض‌پاڼې اصلاح او ابرا شوې، (۱۳۰) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۱۰) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۶۲) عرض‌پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض‌پاڼې تر اجراآتو لاندې دي.

د دوسيو په برخه کې:
د لغمان او دايکندي ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۳۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۸) دوسيې تطبيق شوې، (۵) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۵) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۵) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسيې تر اجراآتو لاندې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۵۱
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه میاشت کې (۱۶۷۳) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه میاشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۶۷۳) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۱۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۱۱) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۲۳
Background image

د کونړ ولایت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت (۱۵) ولسوالیو ابتدائيه محاکمو ته سفر وکړ

د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوي عبدالکریم (شعيب)، د یادې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس مولوي نصیراحمد (حقاني) او د جزا دېوان مفتي مولوي محمد اصغر په ملتیا، د ۱۴۴۷هـ ق کال د. . .

بیا په خبرونو کی