د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۵۸۴) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۱:۴۳
د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۵۸۴) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې له (۱/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱۵/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې پورې (۱۵۸۴) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:

۱- د سندونو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزې په دوو اونيو کې (۲۱۴) نکاح خطونه او (۷۲) نورې بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۲- د سندونو او وثیقو د ثبت دویمه حوزه:
 د سندونو او وثیقو د ثبت دویمې حوزې په دوو اونيو کې (۱۲۱) نکاح خطونه، (۱۵) زوجیت خطونه او (۵۰) نورې بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۳- د سندونو او وثیقو د ثبت درېیمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت درېیمې حوزې په دوو اونيو کې (۱۵۹) نکاح خطونه، (۲۶) زوجيت خطونه او (۱۰۲) نورې بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۴- د سندونو او وثیقو د ثبت څلورمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت څلورمې حوزې په دوو اونيو کې (۱۸۸) نکاح خطونه، (۷) زوجیت خطونه او (۸۲) نورې بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۵- د سندونو او وثیقو د ثبت پنځمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت پنځمې حوزې په دوو اونيو کې (۱۷۲) نکاح خطونه، (۱۷) زوجیت خطونه او (۸۸) نورې بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي.
۶- د سندونو او وثیقو د ثبت شپږمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت شپږمې حوزې په دوو اونيو کې (۱۹۲) نکاح خطونه، (۷) زوجيت خطونه او (۴۳) نورې بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۲:۶
Background image

د قضائي تفتيش عمومي ریاست مفتشينو د پکتيکا ولايت له محاکمو او زندان څخه ليدنه وکړه

د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي ریاست قضائي مفتشينو مولوي حبیب الله (حبیب)، مولوي رحمان الدین (حقاني) او مولوي بخت الله (مدني) د خپل کلني پلان له مخې په  ۹ /۶ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه پکتیکا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۳۱
Background image

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل (۵۲) کلنه موضوع حل شوه 

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبیدالله (خالد) په هلو ځلو او د قومي مشرانو په منځګړيتوب په ۲۳/ ۶/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د دوو کورنیو ترمنځ د قتل (۵۲) کلنه دښمني حل او فصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۲۶
Background image

د خوست د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د اختصاصې محکمې او حقوقو له آمریت څخه لیدنه وکړه

د خوست ولایت د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي امین الله (منیب) د تحريراتو د آمر په ملتيا د یاد ولایت له اختصاصي محکمې او حقوقو آمریت څخه په ۲۳ /۶ /۱۴۴۶هـ ق نېټه ليدنه وکړه.
د مرافعه محکمې. . .

بیا په خبرونو کی