د ميدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د اوو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۱:۳۵
د ميدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د اوو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم عبدالله (فرقاني) د یادې محکمې د تحریراتو د آمر په ملتیا د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په ۱۴مه نېټه د دغه ولایت د دایمیرداد، جغتو، سيدآباد، جلريز، نرخ، مرکز بهسود او د حصه اول ولسواليو له ابتدائيه محاکمو د چارو د نظارت په موخه یادو ولسوالیو ته سفر وکړ.

د مرافعه محکمې رئيس په دې لیدنه کې د یادو محاکمو له قضائي او اداري برخو څخه ليدنه وکړه، د محاکمو چارې یې وارزولې، د کارونو د چټکتيا او دوسيو ته پر خپل وخت د رسېدو په موخه يې اړوند مسؤولينو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د ابتدائيه محاکمو څخه د ليدنې یاد سفر په ۱۸/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي پکتيا زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کابل زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

بیا په خبرونو کی