د کابل ولایت د مرافعه محکمې د مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل موضوع حل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۴:۴۶
غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

د کابل ولایت د مرافعه محکمې د عمومي رئیس محترم مفتي ذبیح الله (ساجد) او د جزا دېوان سرپرست رئیس مولوي عبدالرازق (عدالت) په ډېرو هڅو، ترغیب او د قومي مشرانو په منځګړيتوب په ۴/۴/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د قتل موضوع حل او فصل شوه.

د قتل په دې پېښه کې چې په ۱۳۹۹ هـ ش کال کې رامنځته شوې وه؛ د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ کې يو نارينه او یوه ښځه وژل شوي وو.

په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې مسؤولينو، علماء کرامو، د مدعي او مدعي علیه استازو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې علماوو د بخښنې او يووالي پر ګټو او ثواب ویناوې وکړې، له قومي مشرانو څخه یې د ګډون له امله مننه وکړه او ګډونوالو ته يې نېکې سپارښتنې وکړې.
د غونډې په دوام د مدعي او د مدعي علیه استازو او قومي مشرانو د مقتولینو له وارثينو د بخښنې غوښتنه وکړه او د غونډې ګډونوالو هم د مقتولینو وارثین بخښنې ته وهڅول.

 په پای کې د مقتولینو وارثينو د قاتل کورنۍ ته بخښنه وکړه او دواړه لوريو د محاکمو له هڅو ډېره خوښي څرګنده کړه او د محاکمو له مسؤولينو يې مننه وکړه.

غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۸
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې ( ۹۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۶ / ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر   ۲۹ / ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۹۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۳۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۳۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۰). . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۱:۸
Background image

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د رمضان المبارک میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې په جریان کې د (۸۱) بېلابېلو موضوعاتو په اړه تدقیقي نظریات ورکړي؛ چې په دې. . .

بیا په خبرونو کی