د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمر وټاکه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۵:۵۲
د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمر وټاکه

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رئيس محترم حافظ مولوي عبدالعزيز (ميوندي) په مشرۍ د یاد رياست پلاوي د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د ربيع الثاني مياشتې په ۱۹مه نېټه پکتيا ولايت ته د سفر پر مهال د یاد ولایت مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمر وټاکه.

د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي په دې موخه له څو علماء کرامو څخه آزموینه واخیسته او د دوی له ډلې يې یو ممتاز کس د یاد ولايت د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې د آمر په توګه وټاکه.

دغه راز یاد پلاوي د خپل سفر پر مهال د پکتيا ولايت د مرافعه، ښاري ابتدائیه او نظامي محاکمو له مسؤولینو، منسوبینو او دغه راز د نظامي قطعې له منسوبینو سره جلا، جلا اصلاحي غونډې وکړې.
په دې اصلاحي غونډو کې د ياد پلاوي لخوا ټولو ګډونوالو ته د تقوا، اخلاص، صداقت، علم، ور سپارل شوو مسؤوليتونو په ښه ډول سرته رسولو او د اسلامي امارت د بقا لپاره د خدمت اړوند مهمې او ارزښتناکې ويناوې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۵۱
Background image

په ننګرهار ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت سرخرود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر يو کال تنفيذي بند او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۸
Background image

د کندوز زون نظامي محکمې رئیس او د دغه ولايت د امنیه قوماندان په مشرۍ غونډه وشوه

د کندوز زون نظامي محکمې د رئیس محترم شیخ عبدالهادي (همت)، د یاد ولایت امنیه قوماندان الحاج پاسوال مولوي مطیع الله (سیف الله) په مشرۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) د (۱۷) مې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په خوست ولايت کې يوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت علشېرو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته له کوره د تېښتې په جرم؛ نن چهارشنبې ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاده. . .

بیا په خبرونو کی