د پکتیکا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس د یاد ولایت د نعمت آباد ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۳:۵۶
د پکتیکا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس د یاد ولایت د نعمت آباد ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

د پکتیکا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي محبوب الرحمن«نقشبندي» چې د مرافعه محکمې د تحریراتو آمر احسان الله «احمدي» یې ملتیا کوله، په ۱۳/۴/۱۴۴۶هـ ق نېټه د یاد ولایت د نعمت آباد ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې رئیس په دې لیدنه کې د ابتدائیه محکمې له قضائي غړو سره وکتل، د هغوي کارونه او اجراآت یې له نږدې و ارزول او د چارو د چټکتیا په موخه یې ورته لازمې سپارښتې وکړې.
دغه راز یې د نعمت آباد ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې اړتیاوې معلومې کړې او د اړتیاوو د پوره کولو ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی