لوگر ولایت کې دوو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۲:۴۲
لوگر ولایت کې دوو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په حکم د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته په ۱۳/۴/۱۴۴۶ هـ ق د نامشروع اړیکو په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.

د تعزیري سزا د تطبیق په موخه جوړه شوې غونډه کې چې د محاکمو او نورو امارتي ادارو مسؤولینو په کې ګډون درلود، د علماء کرامو لخوا د حدودو او تعزیراتو د تطبیق پر ګټو خبرې وشوې.

د خروار ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د یادو کسانو له ډلې مجرم په څلور میاشتې تنفیذي بند او ۳۹ دُرو او مجرمه په څلور میاشتې تنفیذي بند او ۳۵ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.

د تعزیري سزا دغه حکم د سترې محکمې عالي مقام له تائید وروسته پر مجرمینو تطبیق شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۳:۵۶
Background image

د پکتیکا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس د یاد ولایت د نعمت آباد ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

د پکتیکا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي محبوب الرحمن«نقشبندي» چې د مرافعه محکمې د تحریراتو آمر احسان الله «احمدي» یې ملتیا کوله، په ۱۳/۴/۱۴۴۶هـ ق نېټه د یاد ولایت د نعمت آباد. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۳:۵۲
Background image

د زابل ولایت نوبهار ولسوالۍ ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل خطاء موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د رئیس او قضائي غړو په هڅو، د قومي مشرانو او مخورو په منځګړیتوب، په ۹/۴/۱۴۴۶ هـ ق نېټه د قتل خطاء یوه موضوع حل او فصل شوه.
د قتل یاده پېښه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۲:۱۵
Background image

د کابل ولایت د مرافعه محکمې نظامي منسوبينو دېوان ته محترم مولوي عبدالله ګل د نوي رئیس په توګه معرفي شو

د کابل ولایت د مرافعه محکمې د نظامي منسوبینو دېوان ته نوی رئیس محترم مولوي عبدالله ګل په ۱۴/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یوې غونډي په ترڅ کې د سترې محکمې د نظامي مرستيال محترم شیخ خیرجان. . .

بیا په خبرونو کی