د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې لخوا څلورو مجرمينو او دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۱:۱۷
د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې لخوا څلورو مجرمينو او دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې په اساس په ۱۳/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یادې محکمې په انګړ کې د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او دوو کسانو ته د لواطت په تور تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې څلور مجرمين پر يوه ـ یوه کال تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا، دوه متهمين پر يوه ـ يوه کال او درې ـ درې میاشتې تنفيذي بند او ۳۹ ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.
یاد حکم د سترې محکمې د عالي مقام له تائید وروسته پر مجرمينو او متهمینو تطبیق شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۱:۲۹
Background image

د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل او فصل شول

د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې رئيس محترم مفتي عزيز الله (افغان) په ډېرو هڅو او قومي مشرانو په منځګړيتوب رامنځته شوي د قتل دوه موضوعات په ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه حل او فصل شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په کندهار ولايت کې نيول شوي نشه‌يي توکي وسوځول شول

د کندهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې نيول شوي نشه‌يي توکي چې مقدار يې (۸۷۸ ،۱۳۳۳۳) کیلو ګرامو ته رسېده؛ د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې په ۲۶/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه وسوځول شول.
په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۰:۳۱
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستيال د احصائیې ملي ادارې اړوند مسؤولينو سره وکتل

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال محترم مولوي محمد مبین (الطاف)، په ۱۹/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د احصائیې ملي ادارې د پلان او پالیسۍ ریاست له رئیس محترم عبیدالله (حجر) او د آسان خدمت رئیس. . .

بیا په خبرونو کی