د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د کاپیسا او پنجشېر ولايتونو د مرافعه محاکمو لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمرين وټاکل

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۵:۵۳
د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د کاپیسا او پنجشېر ولايتونو د مرافعه محاکمو لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمرين وټاکل

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رئيس محترم حافظ مولوي عبدالعزيز (ميوندي) په مشرۍ د یاد رياست پلاوي د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د ربيع الثاني مياشتې په ۱۲مه او ۱۳مه نېټه کاپیسا او پنجشېر ولایتونو ته د سفر پر مهال د یادو ولایتونو مرافعه محاکمو لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمرين وټاکل.

د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي په دې موخه له څو علماء کرامو څخه آزموینه واخیسته او د دوی له ډلې يې یو _ یو ممتاز کس د یادو ولایتونو د مرافعه محاکمو لپاره د دعوت او ارشاد برخې د آمر په توګه وټاکه.
دغه راز د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د خپل سفر پر مهال د یادو ولايتونو د مرافعه، ښاري ابتدائیه محاکمو له مسؤولینو او منسوبینو او دغه راز د نظامي قطعې له منسوبینو سره جلا، جلا اصلاحي غونډې وکړې.

په دې اصلاحي غونډو کې د ياد پلاوي لخوا ټولو ګډونوالو ته د تقوا، اخلاص، صداقت، علم، ور سپارل شوي مسؤوليتونه په ښه ډول سرته رسولو او د اسلامي امارت د بقا لپاره د خدمت اړوند مهمې او ارزښتناکې ويناوې وشوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۹
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د قضائي پلټنې عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په ۱۵/۱۰/۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښه‌والي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښارې ابتدائیه محکمې دویم زون جزا دېوان د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاده مجرمه په یو کال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۵۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۱۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ /۱۰ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۵۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی