د غزني د مرافعه محکمې لپاره نوی رئيس او مرستيال؛ د غزني زون د نظامي محکمې لپاره نوی رئيس او قاضي معرفي شول

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۳:۴۷
د غزني د مرافعه محکمې لپاره نوی رئيس او مرستيال؛ د غزني زون د نظامي محکمې لپاره نوی رئيس او قاضي معرفي شول

د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په ۱۲مه نېټه د غزني ولايت د مرافعه محکمې د نوي رئیس محترم مولوي عزيزالله، د مرافعه محکمې د مرستیال مولوي عين الله خلیل، د غزني زون د نظامي محکمې د نوي رئیس مولوي عبدالبر او د غزني زون د نظامي محکمې د قاضي مولوي نجم الله د معرفت غونډه وشوه.

په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د سترې محکمې د نظامي محاکمو مرستيال محترم شیخ خیرجان (خيرخواه) صاحب، د غزني مرستیال والي، امنیه قوماندان، مستوفي، د مرافعه، ښاري او نظامي محاکمو قضائي غړو او د نورو ګڼ شمېر امارتي ادارو مسؤولینو ګډون درلود.

غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس مولوي محمد مبین (الطاف) راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او زیاته یې کړه، تغیر او تبديل د نظام یو اصل دی، موږ د اسلامي امارت د غړو په حیث مکلف یو چې د مشرانو د امر اطاعت وکړو، چې څنګه مو د مشرانو لزوم دید وي موږ ورته لبیک وایو.

غونډه کې د سترې محکمې نظامي مرستيال محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) خبرې وکړې وویل، اسلامي نظام د الله تعالی له لوري یو ستر نعمت دی، دا نعمت شکرانه غواړي او شکرانه یې داده چې په اخلاص سره د خپل مظلوم ملت خدمت وکړو.

محترم شیخ خیرخواه صاحب د اسلامي امارت د ټولو مسؤولینو پر همغږۍ او یووالي ټینګار وکړ او خوښي یې څرګنده کړه چې د غزني ولايت د ادارو ترمنځ همغږي موجوده ده.

د غونډې په دوام د نظامي محکمې قاضي مفتي میرسید سند سعید وویل، غزني ولایت کې ښه همغږي موجوده ده، ټول مسؤولین د اصولو د مراعاتولو برخه کې یو له بل سره همکاري کوي.

دغه راز د غزني مرستیال والي وویل، موږ د خپل وس او توان موافق د محاکمو پرېکړې عملي کوو.

ورپسې د سترې محکمې نظامي مرستیال محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب د مرافعه او نظامي محاکمو نوي مسؤولین په رسمي ډول معرفي کړل.

د غونډې په وروستيو کې د مرافعه او نظامي محاکمو نويو رئیسانو خبرې وکړې وویل، تر خپله وسه به د خلکو ستونزو او غوښتنو ته پر خپل وخت رسېدنه کوو.

غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی