د جنوب لوېدیځ زون د تمیز عالي رياست مفتشينو د هرات ولايت له محاکمو او زندانونو څخه ليدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۶:۲۰
د جنوب لوېدیځ زون د تمیز عالي رياست مفتشينو د هرات ولايت له محاکمو او زندانونو څخه ليدنه وکړه

د جنوب لوېدیځ زون د تمیز عالي رياست او د سترې محکمې د قضائي معاونيت د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې يوه پنځه کسيز پلاوي چې الحاج مفتي محمد (عبدالله)، مفتي محمد اسلام، الحاج مولوي اخترمحمد (نعماني)، الحاج مفتي محمد (عمري) او مولوي عبیدالله په کې د مسلکي غړيو په توګه دنده لرله، د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د ربیع الاول میاشتې په ۱۰مه نېټه د هرات ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ.

د قضائي تفتيش یاد پلاوي د سفر او ليدنې په پیل کې د هرات ولايت د مرافعه او ښاري محاکمو له محترمو رئیسانو سره وکتل، په دې ليدنه کې يې د محاکمو د ظرفيت لوړولو او معیاري کولو په اړه خبرې وکړې.

د ليدنې په دوام ياد پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د هرات د مرافعه او ښاري محکمې اړوند دېوانونو، د ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو او هرې ولسوالۍ له زندان، د وثایقو آمریت او حقوقو آمریت څخه په جلا جلا ډول لیدنه وکړه.

یاد پلاوي د څارنې بهیر په ترڅ کې د محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

د قضائي تفتیش پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او لوژستیکي نیمګړتیاوې له ځان سره وليکل او د ليدنې په وروستيو کې يې د ستونزو د حل، خنډونو د له منځه وړلو، د شته نیمګړتیاوو د اکمال په اړه د هرات مرافعه محکمې د ریاست له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او ځينې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شريکې کړې.

دغه پلاوي د څارنې او ليدنې په دوام د یاد ولایت او د ولسوالیو له مسؤولینو، علماء کرامو او قومي مشرانو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړونده ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.

ياد پلاوي د هرات ولايت د محاکمو په وړاندې د شته ستونزو دقیقه او هر اړخیزه څېړنه وکړه.

د قضائي تفتیش د څارنې او پلټنې پلاوي ياد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۶ هـ ق کال د ربیع الثاني مياشتې په (۱۰) مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۷:۶
Background image

د سترې محکمې امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اړوند د تېرو فعالیتونو، لاسته راوړنو د ارزونې او د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ د تقویې غونډه وشوه

د سترې محکمې امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید) په مشرۍ د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د شوال المکرم د میاشتې په ۱۹مه نېټه، د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائيوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۷:۵۸
Background image

د سترې محکمې محترم رئیس او قاضی‌القضات د یوه پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته سفر وکړ

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د خپلو ولایتي سفرونو او ولایتي محاکمو له چارو د نظارت او بررسۍ په دوام، په ۱۸ / ۱۰ /۱۴۴۶ هـ ق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۶:۳۱
Background image

د کابل ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون لخوا دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون د جزا دېوان د پرېکړې له مخې په (۱۸/۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټه د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نا مشروع اړیکو په جرم تعزیري سزا. . .

بیا په خبرونو کی