د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۶۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۶۴) وثیقې هم اجرا کړې

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۱:۵۲
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۶۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۶۴) وثیقې هم اجرا کړې

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې، وثايقو، ښاري ابتدائیه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې له (۱۵/ ۳/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۴۶۸) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۶۴) وثيقې یې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقی برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۲۱۵) حقوقي دوسيې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۶۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۴) دوسیې فیصله شوې، (۱۶) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
 د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۲۱۷) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۲) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲۵) دوسیې فیصله شوې،(۲۷) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۷۲) تجارتي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۸) دوسیې فیصله شوې، (۸) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۶۴) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي پکتيا زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کابل زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

بیا په خبرونو کی