لغمان ولايت کې يوه مجرم او دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۷:۴
لغمان ولايت کې يوه مجرم او دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د لغمان ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې په اساس يوه کس ته د اخلاقي فساد په جرم او دوو نورو کسانو ته چې پر لواطت متهم وو، نن دوشنبې ۲۷/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عبدالکریم (حقاني)، د لغمان والي محترم الحاج شېراحمد (حقاني)، مرستیال والي محترم مولوي اخترمحمد (مزمل)، يو شمېر مسؤولينو، علماء کرامو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.
یاده غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس د تعزیراتو او حدودو د تطبیق پر ګټو خبرې وکړې او د تعزيراتو تطبيق يې د ټولنې د اصلاح لپاره یو مهم اصل یاد کړ.
د یادونې وړ ده چې د لغمان ولايت ښاري ابتدائيه محکمې د جزا دېوان د یادو کسانو له ډلې يو مجرم پر ۳۹ دُرو تعزیري سزا او څلور کاله او شپږ مياشتو تنفيذي بند او دوه متهمين يې پر يو ـ یو کال تنفيذي بند او ۳۹ ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې ياد حکم د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته تطبيق شو.
ياده غونډه د دعاء په لوستلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۴۱
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۷۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې له (۱/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۳۷۳) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۹۳. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۲۸
Background image

د سترې محکمې د محترم رئیس او قاضي‌القضات په هدایت  له زندانونو څخه (٧٥٢١) بندیان خوشي یا د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې عالي مقام په هدایت د ملک له زندانونو څخه د یوه مؤظف پلاوي تر لیدنو او نظارت وروسته، (٣٢٠٤) مستحقو زندانیانو ته عفوه وشوه او (٤٣١٧) نورو ته چې د تخفیف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۱۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۵۸۸) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۰۷) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې (له۱/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې (۵۸۰) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۰۷). . .

بیا په خبرونو کی