د ميدان وردګ ولايت د چک ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل موضوع حل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۱:۱۹
د ميدان وردګ ولايت د چک ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو او د قومي مشرانو په منځګړيتوب په ۱۵ / ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د قتل موضوع حل شوه.
د قتل دغه پېښه چې په نتیجه کې یې یوه ښځه وژل شوې وه، د روان کال د محرم الحرام مياشتې په ۱۷مه نېټه رامنځته شوې وه؛ چې ابتدائيه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته د یادې محکمې د مسؤولينو او قومي مشرانو په منځګړيتوب حل او موضوع يې په رسمي ډول پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده چې د یادې موضوع دواړو لوریو د محکمې له هڅو خپله خوشحالي څرګنده کړه، د محکمې له مسؤولينو يې مننه وکړه او د اسلامي نظام د بقا او استقامت دعا يې وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۹۸) دوسيو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۴۹
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۲۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۴۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۵/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۲۵) دوسيو ته رسېدنه کړې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۵۸
Background image

په محاکمو کې د وړ او مسلکي کسانو د جذب په موخه له شاوخوا (۱۷۲۰) علماء کرامو څخه آزموینه واخیستل شوه

د سترې محکمې په اړوند ماتحت محاکمو کې د وړ او مسلکي کسانو د جذب او کار اهل کار ته د سپارلو په موخه پرون چهارشنبه (۳/۱۲/۱۴۴۷هـ ق) نېټه له (۱۷۲۰) علماء کرامو څخه د سترې محکمې د اداري. . .

بیا په خبرونو کی