د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۵۸۸) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۲:۱
د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۵۸۸) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ښار د ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې له (۱/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې څخه تر ۱۵/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۵۸۸) دوسيو ته رسېدنه کړې ده، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په جزائي برخه کې:
د کابل ښار د ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۳۸۶) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۴۳) دوسیې فیصله شوې،(۴۸) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۲ـ په حقوقي برخه کې:
د کابل ښار د ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۲۲۴) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۹۴) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۹) دوسیې فیصله شوې، (۲۸) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۳ـ په تجارتي برخه کې:
 د کابل ښار د ابتدائیه محکمې څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۱۷۶) تجارتي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۲۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۶) دوسیې فیصله شوې، (۳۱) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي پکتيا زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کابل زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

بیا په خبرونو کی