د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست یوه پلاوي د درېيم زون  پکتیا د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له چارو څارنه وکړه 

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۴:۳۲
د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست یوه پلاوي د درېيم زون  پکتیا د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له چارو څارنه وکړه 

د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالحجة الحرام د میاشتې له ۲۷مې نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند د تفتیش درې کسیز پلاوي چې د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قومنداني سرپرست محترم حافظ حکمت الله (آغا ذهـــین) یې مشري کوله؛ د پکتیا او خوست ولایتونو د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو او د پکتیا د مرافعه محکمې د امنیتي قطعې له چارو لیدنه او څارنه وکړه. 
د تفتیش او کنټرول پلاوي په دې لیدنه کې د پکتیا او خوست ولایتونو د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو او د پکتیا د مرافعه محکمې د امنیتي قطعې د مجاهدینو له تعیناتو، اداري او امنیتي چارو، اکمال او توزیع، د پيره دارۍ له ځایونو او اړونده چارو څخه کنټرول او لیدنه وکړه. 
همداراز یاد پلاوي مجاهدینو ته د صورت او سیرت د اصلاح، پر نبوي سنتو د ځان برابرولو، اتفاق، اتحاد او ورورولۍ د ټينګښت، خپلو دندو ته د پاملرنې او پر وخت رسېدنې په برخه کې د لازمو لارښوونو او سپارښتنو تر څنګ مجاهدین د امیرانو اطاعت، د علماء کرامو قدرداني، له مراجعینو سره نیک چلند او د وخت څخه  سالمې استفادې ته وهڅول.
د یادونې وړ ده چې یاد پلاوي د محاکمو له رئیسانو سره د دوی د ستونزو د اورېدو او حل په موخه بېلا بېلې ناستې ترسره کړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۱۶
Background image

د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي‌القضات د شپږو زونونو له والیانو سره وکتل

د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب، پرون چهارشنبه (۲/۵/۱۴۴۸هـ ق) نېټه په خپل کاري دفتر کې د ملک د شپږو زونونو له والي صاحبانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د. . .

بیا په خبرونو کی