د کابل ښار د ابتدائیه محکمې څلورم زون لخوا دوو متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۲۳
د کابل ښار د ابتدائیه محکمې څلورم زون لخوا دوو متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رمضان المبارک مياشتې په ۱۷مه نېټه د کابل ښار د ابتدائيه محکمې څلورم زون د جزا دېوان د الف جز لخوا دوو کسانو ته چې پر زنا متهم وو،  ۳۵-۳۵ دُرې تعزیري سزا ورکړل شوه.

ياد متهمین د کابل ښار د ابتدائيه محکمې څلورم زون د جزا دېوان الف جز لخوا پر یوه کال تنفيذي بند او ۳۵- ۳۵ دُرو تعزيري سزا محکوم شوي وو، چې ياده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمينو تطبيق شوه.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۶
Background image

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د درېیو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل هيئت، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۱۵مه، ۱۶مه او ۱۷مه نېټه د دغه ولايت د مهمندرې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۳۳
Background image

د زابل ولايت د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شیخ غلام حضرت ابوالمنذر (زاهدي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د ټولو دېوانونو د قاضي صاحبانو او قضائي غړو په ګډون، په ۲۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه. . .

بیا په خبرونو کی