د کندهار ښاري ابتدائیه محکمې په یوه میاشت کې (۱۳۷) دوسیې حل او فصل کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۱۴:۳۶
د کندهار ښاري ابتدائیه محکمې په یوه میاشت کې (۱۳۷) دوسیې حل او فصل کړې دي

د کندهار ښاري ابتدائیه محکمې د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثانیه میاشتې په جریان کې (۱۳۷) بېلا بېلې دوسیې حل او فصل کړې دي چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
۱- د یادې محکمې د جزا دېوان:
 د کندهار ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان د جمادی الثانیه میاشتې په جریان کې (۱۹) جزائي دوسیې حل او فصل کړې دي.
۲- د یادې محکمې مدني دېوان:
 د کندهار ښاري ابتدائیه محکمې مدني دېوان د جمادی الثانیه میاشتې په جریان کې د (۱۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر کړي او (۵) دوسیې یې فیصله کړې دي.
۳- د یادې محکمې د عامه امنیت دېوان:
 د کندهار ښاري ابتدائیه محکمې د عامه امنیت دېوان د جمادی الثانیه میاشتې په جریان کې د (۲۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر کړي او (۲۸) دوسیې یې فیصله کړې دي.
۴- د یادې محکمې تجارتي دېوان:
د کندهار ښاري ابتدائیه محکمې تجارتي دېوان د جمادی الثانیه میاشتې په جریان کې د (۷) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر کړي او (۳۱) دوسیې یې فیصله کړې دي.
۵- یادې محکمې د ترافیکو دېوان:
د کندهار ښاري ابتدائیه محکمې د ترافیکو دېوان د جمادی الثانیه میاشتې په جریان کې د (۱۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۲۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۲۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۱
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د بلخ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام‌الله (عادل) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې، دارالافتاء او تحریراتو رئیسانو، د وثیقو او سندونو د لومړۍ او دویمې حوزې د حقوقو آمرينو او. . .

بیا په خبرونو کی