د هلمند ولايت محاکمو په یوه میاشت کې د (۳۸۰) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۴۱۱) وثیقې هم اجرا کړې دي
د هلمند ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتداٸيه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۶/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه تر ۲۹/ ۶/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې) پورې د (۳۸۰) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (۴۱۱) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۲۶۱) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۲۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۶۲) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۹) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۳۶۳) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۴) دوسيې مکتوبي مستردې شوې، د (۹۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲۸) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د هلمند ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۱۱) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.