د ننګرهار د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د اسنادو د ثبت، وثايقو او مخزن له آمريت څخه ليدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۰:۳۶
د ننګرهار د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د اسنادو د ثبت، وثايقو او مخزن له آمريت څخه ليدنه وکړه

د دو شنبې په ورځ (۱۰ / ۷ / ۱۴۴۵هـ ق نېټه) د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالشکور (رشاد اخندزاده) د ياد ولايت د اسنادو د ثبت، وثایقو او مخزن له آمریت څخه لیدنه وکړه.
په ياده ليدنه کې د ننګرهار د مرافعه محکمې رئیس د ياد آمریت له اجراآتو څارنه وکړه، د قضائي او اداري کارمندانو، د صادرې او واردې کتاب او د اړوندې شعبې ټول د وثایقو کتابونه يې وکتل، د ځينو ستونزو د حل په اړه د اړونده شعبو مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د ليدنې په دوام د مرافعه محکمې محترم رئیس وویل، د دې لیدنې څخه موخه دندو ته د قضائي او اداري کارکوونکو متوجه کول، د مراجعینو ستونزو ته پر وخت رسېدنه او په ښه ډول د چارو ترسره کول وو.
نوموړي د محاکمو قضائي او اداري کارکوونکي په خپل منځ کې ښې همغږۍ ته وهڅول او هغوی ته يې په چارو کې د لا ښه والي په موخه لازم هدایت وکړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۹
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د قضائي پلټنې عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په ۱۵/۱۰/۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښه‌والي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښارې ابتدائیه محکمې دویم زون جزا دېوان د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاده مجرمه په یو کال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۵۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۱۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ /۱۰ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۵۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی