د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئيس د دغه ولایت له نظارت خانې څخه ليدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱ - ۱۱:۳۱
د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئيس د دغه ولایت له نظارت خانې څخه ليدنه وکړه

د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د رجب المرجب مياشتې په ۸مه نېټه د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي ذبېح الله (ساجد) او د تحريراتو عمومي مدير عنایت الرحمن (ساپي) د کابل ولايت له عمومي نظارت خانې څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې پلاوي د يادې ليدنې په پیل کې د کابل ولایت د نظارت خانې له مسؤولینو سره وکتل، ورپسې یې د نظارت لاندې مظنونین او متهمینو د وضعیت څېړلو په موخه د نظارت خانې څخه څارنه وکړه او د یادې نظارت خانې د ټولو اړوند نظارت لاندې اشخاصو بشپړ شهرت، کیفیت، نظریات او ستونزې یې له ځان سره یاداشت کړې.
د ليدنې په دوام د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي (ساجد) یاد اشخاصو ته ډاډ ورکړ، چې دوسیو ته به یې د اړوندو محاکمو لخوا په ټاکلي وخت د اسلامي شریعت د احکامو په رڼا کې رسېدنه کېږي.
محترم مفتي ساجد تر نظارت لاندې نارینه او ښځینه کسانو د ساتنې ځایونه او شته روغتون څخه له نږدې ليدنه وکړه او هغوی ته یې د اسانتیاوو برابرولو په موخه ځینې لارښوونې وکړې.
د يادونې وړ ده چې د نظارت خانې ټول تر نظارت لاندې کسان د اسلامي امارت له شفقت او د مسؤولینو له چلند څخه خوښ وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي پکتيا زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کابل زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

بیا په خبرونو کی