د ننګرهار د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت له ښاري محکمې او دېوانونو ليدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۰:۵۶
د ننګرهار د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت له ښاري محکمې او دېوانونو ليدنه وکړه

د دوشنبې په ورځ (۳/ ۷/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالشکور (رشاد اخندزاده) د ياد ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې او د دې محکمې له اړوند دېوانونو څخه لیدنه وکړه. 
د ليدنې په پيل کې د مرافعه محکمې رئيس د ښاري ابتدائيه محکمې، د دېوانونو له اداري او قضائي چارو، د کارکوونکو د حاضرۍ له کتاب، د صادرې او واردې کتاب، فیصلې او قرارونو څخه ليدنه او ارزونه وکړه، د مرافعه محکمې رئيس د کارونو د چټکتيا په موخه د اړوند شعبو مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
 د ليدنې په دوام د ننګرهار د مرافعه محکمې رئیس وویل، د دې لیدنې څخه موخه قضائي او اداري کارکوونکو دندو ته پر وخت راتلل، د مراجعینو مواردو ته پر وخت رسېدنه او د نورو اړوند فعالیتونو په ښه توګه ترسره کول دي.
د مرافعه محکمې رئيس د محاکمو قضائي او اداري کارکوونکي په خپل منځ کې لا ښې همغږۍ ته را وبلل، هغوی ته یې په چارو کې د ښه والي هدایت وکړ او دوسيو ته پر وخت د رسېدنې ټينګار یې وکړ.
د ليدنې په پای کې د مرافعه محکمې رئيس د مراجعینو نظریات او څرګندونې واورېدې، اړوند شعبو ته يې د دوی د مواردو د حل، مراجعینو سره د ښه سلوک او چلند توصيه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي پکتيا زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کابل زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

بیا په خبرونو کی