د زابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د شهر صفا ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۱۴:۶
د زابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د شهر صفا ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثانيه میاشتې په ۲۰مه نېټه د زابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي عبدالجلیل (سفیان) د مرافعه محکمې د امنیت عامه دېوان رئیس او د مدني دېوان د محرر په ملتیا د ياد ولایت د شهرصفا ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.
د دې ليدنې په پیل کې یاد پلاوي د شهرصفا ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې له رئیس سره ناسته وکړه او د هيئتۍ پلاوي په اړه یې د تمیز د عالي مقام هدایت «باید د چارو د لا ښه سمون لپاره د ابتدائیه محاکمو څخه وخت پر وخت لیدنه ترسره شي» ورسره شریک کړ.
د ليدنې په دوام د یادې محکمې د رئیس لخوا د شهرصفا ابتدائیه محکمې اړتیاوې له یاد پلاوي سره شریکې شوې او د مرافعه محکمې د پلاوي لخوا د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
په دې ليدنه کې  د مرافعه محکمې پلاوي د محکمې د اړوند بندیانو په اړه د محکمې له رئيس څخه معلومات وغوښتل، له بندیانو سره یې له نږدې خبرې وکړې او د دوی د وضعیت په اړه یې بشپړ معلومات ترلاسه کړل.
ورپسې یاد پلاوي د ابتدائیه محکمې د اداري او قضائي چارو ارزونه وکړه، د هغوی کارونه یې وستایل، د کارونو د لا ښه سمون او خپل مسؤولیت ته د متوجه کېدو په اړه يې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.
د ليدنې په دوام یاد پلاوي د شهرصفا ولسوالۍ له ولسوال، استخباراتو مدیر او د یادې محکمې له غړيو سره ناسته وکړه، د ټولو ادارو ترمنځ يې د همغږۍ او یو له بل سره د همکارۍ په اړه ورته لازمې سپارښتنې وکړې.
دغه راز د یادو مسؤولینو له لوري د هر ډول اصولي همکارۍ ډاډ ورکړل شو او د ليدنې په پای کې د شهرصفا ولسوالۍ مسؤولینو او د محکمې غړيو د یاد پلاوي له ورتګ څخه مننه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی