د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د يادې محکمې له څلورو دېوانونو لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۱۱:۴۸
د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د يادې محکمې له څلورو دېوانونو لیدنه وکړه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي ذبېح الله (ساجد) د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثانیه میاشتې په (۲۳، ۲۵، ۲۶ او ۲۷)مه نېټه د دې محکمې د جزا، امنیت عامه، مدني او تجارتی دېوانونو له قضائي چارو څخه د څارنې او ارزونې په موخه لیدنې وکړې.
په دې ليدنو کې محترم ساجد د کارکوونکو په تناسب د یادو دېوانونو د دوسیو د شمېر ډېروالی او کموالی، دا چې هر یو قضائي غړي ته څو څو دوسيې ور سپارل شوې، هغوی ور سپارل شويو دوسیو ته په وخت سره رسېدنه کړې او که نه، معلوم کړ.
د ليدنې په دوام يې د ټولو دېوانونو د دوسیو شمېر یادداشت کړ، د دوی مثبت کارونه یې وستایل او د چارو د لا بهبود په موخه یې ورته لازم هدایات وکړل.
د ليدنې په پای کې محترم ساجد د یادو دېوانونو اداري چارې هم وارزولې او اداري کارمندانو ته يې لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۱۲
Background image

په فراه ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائ. . .

بیا په خبرونو کی