د کندهار د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د کښته شاه وليکوټ، لوړ شاه وليکوټ او نيش ولسواليو له ابتدائيه محاکمو ليدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۱۵:۲۱
د کندهار د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د کښته شاه وليکوټ، لوړ شاه وليکوټ او نيش ولسواليو له ابتدائيه محاکمو ليدنه وکړه

په ۱۹ /۶ /۱۴۴۵هـ ق نېټه د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ غلام حضرت د يوه پنځه کسیز قضائي پلاوي په ملتيا د کندهار ولایت د کښته شاه ولیکوټ، لوړ شاه ولیکوټ او نیش ولسوالۍ له ابتدائیه محاکمو ليدنه او څارنه وکړه.
 همداراز په ياده ليدنه او سفر کې ياد پلاوي د روزګان ولایت د نظامي محکمې د اداري او قضائي اجراآتو څخه څارنه وکړه، د یادو محاکمو قضائي او اداري پرسونل ته يې د چارو د ښه ترسره کېدو برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
په دې ليدنه کې معلومه شوه، چې په يادو محاکمو کومې ستونزې نه وې او ټولې چارې منظمې روانې وي.
د ياد قضائي پلاوي دغه سفر په ۲۱ /۶ /۱۴۴۵هـ ق نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي پکتيا زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کابل زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

بیا په خبرونو کی