د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د تفتیش پلاوي د شمال زون د محاکمو له امنیتي قطعاتو لیدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۱۵:۱۹
د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د تفتیش پلاوي د شمال زون د محاکمو له امنیتي قطعاتو لیدنه وکړه

د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثانيه میاشتې له ۲۰مه څخه تر ۲۵مې نېټې د قضائیه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند څلور کسیز پلاوي د تفتیش او کنټرول د عمومي مدیر مفتي عبدالرؤف عمري په مشرۍ د شمال زون د ملکي او نظامي محاکمو د امنیتي قطعاتو له چارو لیدنه او څارنه وکړه.
د یاد ریاست د تفتیش او کنټرول پلاوي په دې لیدنه کې د جوزجان، سرپل، فاریاب او بلخ ولايتونو د ملکي او نظامي محاکمو د امنیتي قطعاتو د مجاهدینو له تعیناتو، د فرمانونو له تطبیق، صادرې، واردې او رسیداتو له کتابونو، د حاضرۍ له کتاب، مراجعینو سره د مجاهدینو او مسؤولینو چلند، د تالاشۍ له بهیر، امنیتي کمربندونو، ټاورونو او نورو اړوند مواردو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
دغه راز یاد پلاوي مجاهدینو او مسؤولینو ته د فرمانونو د تطبیق، د مسؤولیتونو پر ښه ادا کولو، د خپل صورت او سیرت پر نبوي سنتو برابرولو باندې ټینګار وکړ، همداراز مجاهدین يې د امنیتي چارو د لا ښه سمبال، له مراجعینو سره نېک چلند او نبوي اخلاقو لرلو ته وهڅول او په یادو موضوعاتو کې د اړونده مسئوولینو سره تفصیلي خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د یاد پلاوي او د محاکمو د رئیسانو ترمنځ د همغږۍ، اتفاق او همکاريو د لا ټینګښت لپاره اړینې ناستې ترسره شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۳
Background image

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې له خوا د حقوقو آمر او مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي)؛ له‌خوا په ۲۸/ ۱۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه، د مرافعه محکمې او ټولو ابتدائيه محاکمو د حقوقو مدیرانو لپاره یو ورځنی علمي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۵۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۱۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۲) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۱۸. . .

بیا په خبرونو کی