د کابل ښار د څلورمې حوزې ابتدائیه محکمې رئیس د امنیتي حوزو له مسؤولينو سره د همغږۍ غونډه وکړه
د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثانيه میاشتې په ۳مه نېټه د کابل ښار د څلورمې حوزې ابتدائیه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عبدالرحمن ( مطمئن ) د یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې امنیتي حوزې له ښاغلو آمرینو، د کشف او جنایي مدیرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
یاده ناسته چې د څلورمې حوزې د ابتدائیه محکمې د دېوانونو رئیسانو او د دې محکمې د تحریراتو آمر هم په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.
ورپسې محترم مولوي مطمئن د عدالت تأمین ته د شریعت مطابق چې د عدلي او قضائي ارګانونو مسؤولیت دی اشاره وکړه زیاته یې کړه، لکه څرنګه چې الحمدلله د محاکمو او امنیتي حوزو ترمنځ ښه همغږي موجوده ده، نو باید کوښښ وکړو چې دا همغږي نوره هم پیاوړې کړو، تر څو په ټاکلي وخت د جرایمو مخنیوی وکړو.
د غونډې په دوام د امنیتي حوزو مسؤولینو خپل وړاندیزونه او د دندو پر مهال د ځینو ستونزو یادونه وکړه چې د محکمې د رئیس لخوا ورته د ستونزو د حل ژمنه ورکړل شوه.
ياده غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.