د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس سمنګان او کندوز ولایتونو ته سفر وکړ

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۹:۴۲
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس سمنګان او کندوز ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د مفتي عبدالحی (شاکر) په ملتیا ولایاتو ته د سفرونو په دوام د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثانیه میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه دا ځل د سمنګان او کندوز ولایتونو ته سفر وکړ.
سمنګان او کندوز ولایتونو ته د سترې محکمې ددغه با صلاحیته پلاوي د سفر عمده موخه د والي صاحبانو په ګډون له ټولو ولایتي مسؤولینو سره د همغږۍ د ناستو ترسره کول او په دې اړه بحث کول دي چې څنګه د ولایتي ادارو ترمنځ همغږي لا ډېره تقویه شي، د جرایمو مخنیوی وشي، حق حقدار ته وسپارل شي او د ولس خدمت ترسره شي.
د سترې محکمې د جزا دېوان رئیس یادو ولایتونو ته د سفر پر مهال د والي صاحبانو په ګډون له ټولو ولایتي اداري مسؤولینو سره ناستې ترسره کړې، غونډې د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوې، ورپسې د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) صاحب د غونډو ګډونوالو ته د عدالت د تأمین، ډاډمن امنیت، له مظلوم سره همکاري او د هغه فریاد اورېدلو، د فساد مخنیوي او د ولایتي ادارو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پر لارو چارو خبرې وکړې.
د جزا دېوان عمومي رئیس د غونډې ګډونوالو ته وویل، د اسلامي نظام ځانګړتیا داده چې په قلمرو کې به یې عدالت تأمین وي، هېڅوک به جرئت نشي کولای چې پر مظلوم ظلم وکړي؛ که فرضا څوک ظلم وکړي نو د اسلامي نظام مسؤولین به یې د اسلامي شریعت مطابق مجازات کوي او د مظلوم لاس‌نیوی به کوي.
محترم مفتي عتیق الله (دروېش) زیاته کړه، د اسلامي نظام تر چتر لاندې د ټولو ادارو مسؤولین باید د اړتیا پر مهال له یو بل سره پوره همکاري وکړي، د دوی ترمنځ باید همغږي دومره قوي وي چې دښمن په هېڅ صورت په کې د جرم ترسره کولو فرصت پیدا نه کړي.
دغه راز نوموړي وویل، پر موږ ټولو مسؤولینو او منسوبینو لازمه ده چې د اسلامي شریعت په رڼا کې د خپل ځورېدلي ولس خدمت وکړو، د دوی ستونزې او فریاد واورو او په کم وخت کې یې ستونزو ته رسېدنه وکړو.
غونډو ته د ولایتي مسؤولینو تر ویناوو وروسته په مربوطه برخه کې د ګډونوالو نظر او وړاندیزونه واورېدل شول او ټولو ګډونوالو ژمنه وکړه چې تر خپلې وسې به د ولس خدمت کوي، له یو بل سره به د اصولو مطابق پوره همکاري کوي.
د یادونې وړ ده چې له دې مخکې هم د سترې محکمې د جزا دېوان د عمومي رئیس په مشرۍ په کابل، بلخ، سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د همغږۍ ورته غونډې ترسره شوې وې او نورو ولایتونو کې به هم ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوی عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې دېوانونو او ښاري ابتدائيه محکمې او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو رئيسانو په ګډون، په ۵ /۲ /۱۴۴۸هـ ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۲۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۲/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ / ۲ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۲۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه مياشت کې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه مياشت کې (له ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

بیا په خبرونو کی