د کابل د درېيمې حوزې د ابتدائيه محکمې عمومي رئيس د امنيتي حوزو له مسؤولينو سره د همغږۍ په موخه غونډه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۱۵:۱۲
د کابل د درېيمې حوزې د ابتدائيه محکمې عمومي رئيس د امنيتي حوزو له مسؤولينو سره د همغږۍ په موخه غونډه وکړه


د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جماد الاولی میاشتې په ۱۹مه نېټه د کابل ښار د درېیمې حوزې د ابتدائیه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي شکور الله (شاکر) په مشرۍ، د ياد زون د ټولو اړوندو (درېيمې، پنځمې، شپږمې، اوومې، ۱۳مې او ۱۸مې) امنيتي حوزو له آمرينو، د کشف او جنائي له مديرانو سره د همغږۍ په موخه غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې محترم مفتي شاکر د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وويل، موږ باید په ګډه د جرمونو د کموالي په موخه له یو بل سره بشپړه همغږي ولرو، تر څو خپل مسؤولیت مو په ښه توګه ترسره کړی وي.
نوموړي زیاته کړه، د امنيتي حوزو مسؤولین باید په مستقیمه توګه د اړوندو محاکمو له مسؤولینو سره په اړیکه کې اوسي، تر څو وکولای شو د مجرمینو دوسیو ته په وخت سره رسېدنه وکړو، د بندیانو سره باید د اسلام مبارک دین د هدايت مطابق چلند وشي او جلبونو ته باید په وخت سره ځواب ورکړل شي.
د غونډې په دوام د امنیتي حوزو مسؤولینو وويل، د امنیتي حوزو او محاکمو د مسؤولینو ترمنځ باید وخت په وخت لیدنې وشي، ترڅو د یادو ادارو ترمنځ همغږي ډېره او مربوطه موضوعاتو ته د ژر رسېدو په اړه د یو او بل وړاندیزونه او نظرونه واورېدل شي.
یادو مسؤولینو زیاته کړه چې امنيتي کسان له بندیانو سره ښه او د اسلامي هداياتو مطابق چلند کوي.
دغه راز د امنیتي حوزو مسؤولینو ډاډ ورکړ چې په نننۍ غونډه کې به د کابل ښار د درېیمې حوزې د ابتدائیه محکمې د عمومي رئیس محترم مفتي شکور الله (شاکر) ټولې سپارښتنې او لارښوونې عملي کوي.
ياده غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي پکتيا زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کابل زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

بیا په خبرونو کی