د کابل د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائيه محکمې په دوه نيمو مياشتو کې (۳۱۱) دوسيې حل او فصل کړې دي

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۱۱:۳۰
د کابل د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائيه محکمې په دوه نيمو مياشتو کې (۳۱۱) دوسيې حل او فصل کړې دي


د کابل ولایت د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې په دوه نیمو میاشتو له (۱/۳/۱۴۴۵ هـ ق څخه تر ۱۵/۵/۱۴۴۵ هـ ق نېټې) پورې (۳۱۱) دوسيې حل او فصل کړې، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
 د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې ته په دوه نيمو مياشتو کې (۴۸۷) دوسيې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۲۵۵) دوسيې فیصله شوې، د (۵۶) دوسيو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۹۲۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې له (۱/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۹۲۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۲:۶
Background image

د ميدان وردګ ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي عبدالله (فرقاني) د يو پلاوي په ملتيا په ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې لومړی د مرافعه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۳:۵۳
Background image

د نورستان ولايت د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د نورستان ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبیدالله (سلیم) په مشرۍ؛ د دېوانونو د رئیسانو، قضائي غړو، د مرافعه او ښاري محاکمو منسوبینو په ګډون په ۱۹ /۴ /۱۴۴۶هـ ق نېټه اداري ناسته. . .

بیا په خبرونو کی