د کونړ مرافعه محکمه کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۱:۲۳
د کونړ مرافعه محکمه کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه


په ۱۴/۵/۱۴۴۵ هـ ق نېټه د سترې محکمې د عالي مقام د دعوت ارشاد ریاست یوه پلاوي چې په کې د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست رئیس محترم مولوي عبدالعزیز (ميوندي)، د دعوت او ارشاد رياست مدرس مفتي عصمت الله (برهان) او د ياد رياست عمومي مدير مولوي رحيم الله (منيب) شتون درلود، د کونړ ولایت د مرافعه محکمې له قضائي، اداري او خدماتي مسؤولينو، کارکوونکو سره په یاده محکمه کې د دعوت او ارشاد څانګې د جوړېدو په اړه غونډه وکړه. 
ياده غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه؛ ورپسې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس  مفتي عصمت الله (برهان) د غونډې ګډونوالو ته د کونړ په مرافعه محکمه کې د دعوت ارشاد څانګې د پرانیستلو په اړه تفصيلي او ارزښتناکې خبرې وکړې وويل، موږ او تاسو باید د خپلو دندو تر څنګ د اسلامي وجیبې له مخې د خپلو اداري کارکوونکو او  د معاشرې د اصلاح لپاره په هر اړخیزه توګه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو، نوموړي ټول کارکوونکي اصلاح او د دیني احکامو تطبیق ته تشویق کړل.
دغه راز محترم برهان د خپلې وینا په پای کې د دعوت او ارشاد رياست د تدریس لپاره مختصر کتاب د اړوندې محکمې کارکوونکو ته توزېع کړ او له قضاتو یې غوښتنه وکړه چې دغه کتاب په اونۍ کې دوې ورځې خپلو کارکوونکو ته تدریس کړي.
د غونډې په پای کې د کونړ د مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عزیز الرحمن (حقاني) د سترې محکمې څخه د راغلي پلاوي مننه وکړه، په دې محکمه کې یې د دعوت او ارشاد څانګې د پرانیستې هرکلی وکړ.
نوموړي وویل، د کونړ مرافعه محکمه د دعوت او ارشاد ریاست د تدریسي برنامو تطبیق ته ژمنه ده او ان شاءالله په عمل کې به یې هم اجرا کوو.
ياده غونډه د دعاء په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د کابل ولايت د حقوقو رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کابل ولايت د حقوقو ریاست رئيس محترم مفتي نصيب الله (طیب) په مشرۍ؛ د څلورو زونونو د تطبيق آمرينو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۳/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
یاده غونډه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۸
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۲۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر (۱/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۲۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۶
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۵) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۵)  ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ او تابلیت کا)، الکولي مشروباتو، پوډرو، شیشې او چرسو د خرڅلاو او قاچاق. . .

بیا په خبرونو کی