‏د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د لزوم دید مطابق په ‎ستره محکمه کې لاندې کسان پر ټاکل شوو دندو وګمارل شول:

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۰:۴۱
‏د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د لزوم دید مطابق په ‎ستره محکمه کې لاندې کسان پر ټاکل شوو دندو وګمارل شول:

 

 

۱ـ د مرکزي دار الإفتاء لوی ریاست مخکنی غړی شیخ سلطان محمد، د سترې محکمې د دار الإفتــــــاء د رئیس په توګه.

 

۲ـ د کندهار ولایت د استیناف محکمې مخکنی رئیس مولوي عبدالغفار بحر، د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو ریاست د رئیس په توګه.

 

۳ـ د جنوب لوېدیځ زون د تمیز عالي ریاست مخکنی غړی مفتي شرف الدین، د همدې زون د قضائي تعلیماتو د رئیس په توګه.

 

۴ـ د سترې محکمې د دارالإفتاء مخکنی رئیس مولوي عزیز الله مظهري، د جنوب لوېدیځ زون د تمیز عالي ریاست د نظامي منسوبینو د دیوان د رئیس په توګه.

 

۵ـ د جنوب لوېدیځ زون د تمیز عالي ریاست د نظامي منسوبینو د دیوان مخکنی رئیس شیخ مولوي غلام حضرت، د کندهار ولایت د استیناف محکمې د رئیس په توګه.

 

۶ـ د کندهار ولایت د استیناف محکمې د مدني دیوان مخکنی رئیس مفتي عبدالجلیل، د زابل ولایت د استیناف محکمې د رئیس په توګه.

 

 ۷ـ د نیمروز ولایت د استیناف محکمې مخکنی رئیس مولوي عبدالخالق، د بادغیس ولایت د استیناف محکمې د رئیس په توګه.

 

۸ـ د بادغیس ولایت د استیناف محکمې مخکنی رئیس مولوي عبدالخالق، د نیمروز ولایت د استیناف محکمې د رئیس په توګه.

 

۹ـ د زابل ولایت د علماوو د شوری مخکنی رئیس مولوي عبدالجبار اغا، د کندهار ولایت د استیناف محکمې د امنیت عامه دیوان د رئیس په توګه.

 

۱۰ـ د کندهار ولایت د استیناف محکمې د امنیت عامه دیوان مخکنی رئیس مولوي مغفور الله، د همدې محکمې د مدني دیوان د رئیس په توګه.

 

۱۱ـ د مرکزي دار الافتاء مخکنی عضو مفتي محی الدین، د ستري محکمې د دار الافتاء د غړي په توګه.

 

۱۲ـ د مرکزي دار الافتاء مخکنی عضو مفتي عبدالنور، د ستري محکمې د دار الافتاء د غړي په توګه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۵۴
Background image

په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر شپږ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۴۱
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۴۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۴۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثيقې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

بیا په خبرونو کی