د خوست د مرافعه محکمې عمومي رئيس د ياد ولايت د صبريو، ځاځي ميدان او باک ولسواليو له ابتدائيه محاکمو ليدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۱۱:۱۶
د خوست د مرافعه محکمې عمومي رئيس د ياد ولايت د صبريو، ځاځي ميدان او باک ولسواليو له ابتدائيه محاکمو ليدنه وکړه


د ۱۴۴۵هـ ق کال د جمادی الأولی مياشتې په لومړۍ، ۸مه او ۶مه نېټه د خوست د مرافعه محکمې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي امین الله (منیب) په مشرۍ یوه پلاوي د دغه ولایت د صبریو، ځاځي ميدان او باک ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
په ياد پلاوي کې د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان سرپرست رئيس مولوي بادشاه (جلالي)، د مدني دېوان قضائي غړي مولوي حکیم الله (وقار) او د تحریراتو آمر امین الله (حنفي) ګډون درلود.
د دغه پلاوي له لوري د صبریو، ځاځي ميدان او باک ولسواليو د ابتدائیه محاکمو قضائي او اداري چارې وارزول شوې او د اجراآتو د پیاوړتیا په موخه د ابتدائیه محاکمو مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
د یادې لیدنې په پای کې د صبريو، ځاځي ميدان او باک ولسواليو د ابتدائيه محاکمو د غړو ستونزې واورېدل شوې او د ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی