د لوګر د ښاري ابتدائیه محکمې اداري ناسته ترسره شوه 

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۱۴:۴۲
د لوګر د ښاري ابتدائیه محکمې اداري ناسته ترسره شوه 


د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربيع الثاني مياشتې په ۲۲مه نېټه د لوګر ولايت د ښاري محکمې د عمومي رئيس محترم مفتي امان الله (منقاد حقاني) په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه.
یاده غونډه چې د دې محکمې د دېوانونو رئیسانو، مفتیانو، محررینو او مسلکي غړو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د جزا دېوان رئیس مولوي جان محمد (رائد) د ګډونوالو تعرف او پېژندنه وکړه.
دغه راز د لوګر د ښاري محکمې عمومي رئیس د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، د غونډې اجنډا او موخه یې واضح کړه.
نوموړي د غونډې ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې خپلو کارونو ته پر وخت رسېدنه کوئ، د مراجعینو سره ښه او مناسب سلوک کوئ او کارونه مو په ټاکلي وخت ترسره کړئ.
د لوګر د ښاري محکمې عمومي رئيس وويل، الحمدلله چې اوس موږ د یو سپېڅلي نظام خاوندان یو، په ځانګړې توګه موږ په یوه داسې مهمه برخه کې مسؤولیت لرو چې د اسلامي نظام اصل بلل کېږي، نو زموږ لپاره داسې کړنې پکار دي چې د نورو لپاره مصدر د خدمت وګرځو، له قاضي څخه نیولې تر مامور پورې بايد ټول په سنت طریقه برابر یو او په را سپارل شوي مسؤولیت کې اخلاص، عدالت او اطاعت ته جدي پاملرنه وکړو.
د غونډې په دوام د دېوانونو رئیسانو هر يوه د یادو ذکر شويو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې، خپلې مشورې يې د ښاري محکمې له عمومي رئیس سره شریکې کړې او ډاډ یې ورکړ چې خپل کارونه به په اصولي ډول په ټاکلي وخت ترسره کوي.
 د غونډې په پای کې د لوګر ولايت د ښاري محکمې عمومي رئیس له ټولو ګډونوالو مننه وکړه او د دوی د ښه خدمت ستاینه يې وکړه.
ياده غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی