د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست رئيس د جوزجان مرافعه محکمه کې د دعوت او ارشاد څانګه پرانیسته

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۲ - ۱۱:۲۸
د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست رئيس د جوزجان مرافعه محکمه کې د دعوت او ارشاد څانګه پرانیسته


د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئيس محترم الحاج حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) د دغه ریاست د یوه پلاوي په مشرۍ د ټول هېواد په سطحه محاکمو کې د دعوت او ارشاد ریاست د څانګو د پرانېستلو په موخه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني مياشتې په ۱۹مه نېټه ولایتي محاکمو ته سفر پیل کړ.
په ياد پلاوي کې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عصمت الله (برهان) او د قضائیه قوې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د دعوت او ارشاد عمومي مدیر مولوي رحيم الله (منیب) هم شتون لري.
د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست دغه پلاوي د خپل سفر په لړ کې د سه شنبې په ورځ (۲۲/۴/۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د جوزجان ولایت مرافعه محکمې څخه لیدنه وکړه، د يادې ليدنې په لومړي سر کې د جوزجان ولايت مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالغني (سعيد) د دغه پلاوي په راتګ خوښي څرګنده کړه او تود هرکلی یې وکړ.
ورپسې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عصمت الله (برهان) د مرافعه محکمې ټولو غړو ته اصلاحي وینا او بيان وکړ چې ټولو سامعينو ښه په غور واورېده او ډېره خوښي یې څرګنده کړه.
د يادې ليدنې په دوام د دعوت او ارشاد ریاست رئيس الحاج حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) د جوزجان ولايت په مرافعه محکمه کې د دعوت او ارشاد څانګه پرانېسته او د دعوت او ارشاد تدريسي نصاب يې اړوند کارکوونکو ته توزېع او تشرېح کړ.
د يادې ليدنې په پاى کې د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالغني (سعيد) او ټولو کارکوونکو د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د عمومي پاملرنې او د سترې محکمې د عالي مقام د خصوصي پاملرنې څخه ډېره خوښي او رضايت څرګند کړ، دا کار يې د اسلامي امارت ستر ابتکار وباله.
محترم عبدالغني (سعيد) ژمنه وکړه چې د جوزجان ولایت ټولو محاکمو ته به دا تدريسي نصاب رسوي، د کارکوونکو اصلاح ته به جدي پاملرنه کوي او له دې سره د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د نورو ولایاتو محاکمو د نظارت په موخه له دوى سره مخه ښه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي پکتيا زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کابل زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

بیا په خبرونو کی