د سترې محکمې د عالي شورا د (۱۴۴۵) هـ ق کال نهمه غونډه ترسره شوه
د چهارشنبې په ورځ (۲۴/ربيع الثاني/۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په مشرۍ د سترې محکمې د عالي شورا د ۱۴۴۵ هـ ق کال نهمه غونډه ترسره شوه.
د سترې محکمې د عالي شورا په دې ناسته کې چې د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په مشرۍ جوړه شوې وه د عالي شورا غړو محترم شیخ محمد قاسم (راسخ)صاحب، محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب، محترم شیخ محمد شریف (حقاني) صاحب او محترم مفتي عبدالرشید (سعید) صاحب ګډون درلود.
د عالي شورا په دې ناسته کې د غونډې په اجنډا کې د شاملو دوولسو (۱۲) مهمو موضوعاتو په اړه تر تفصیلي خبرو وروسته د یادو موضوعاتو اړوند فیصلې صادرې شوې.
د سترې محکمې د عالي شورا یاده ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.