د پکتیا د احمد خېلو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ ۱۵کلنه دښمني حل او فصل شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۱۰:۳۲
د پکتیا د احمد خېلو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ ۱۵کلنه دښمني حل او فصل شوه

 


 احمد خېلو ولسوالۍ د حسن خیلو په کلی کې پنځلس کلنه شخړه پای ته ورسیده.
نن پنجشنبه نېټه ۴ / ۴ / ۱۴۴۵ هـ ق د پکتیا ولایت احمد خېلو ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په ریاست کې لویه قومي شخړه چې مرګ او ژوبله پکې رامنځ ته شوی وه د احمد خېلو ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د رئيس په ترغیب او هلو ځلو سره د احمد خېلو ولسوالۍ د قومي مشرانو لخوا حل او فصل شوه.

یاده شخړه شاوخوا ۱۵ کاله مخکې د پکتیا ولایت د احمد خېلو ولسوالۍ د حسن خېلو په کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د حقوقي موضوع پر سر رامنځته شوې وه چې له امله یې د یادو کورنیو اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
 یاده موضوع د اسلامي امارت له فتحې څخه وروسته د پکتیا ولایت د احمد خېلو ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ته د شرعي حل او فصل په موخه تر راجع کېدو وروسته د دې محکمې د رئيس «قاضي» مولوي عزیزالله «سالک» د هلو ځلو په ترڅ کې جانبین سولې ته ترغیب او راضي شول او په پایله کې متذکره موضوع د مصلحینو هر یوه ملک نور محمد، ملک مامور ، مولوي فضل کریم ، ملک حاجی محمد، ملک منجر، ملک مسؤل، انور صدیقي او د پکتیا ولایت د لویو قومونو د مشرانو او سپین ږیرو لخوا حل او فصل شوه او د مقتولینو او مجروحینو کورنۍ د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر محترم حاجي خلیل الرحمن «حقاني»، د پکتیا ولایت محترم والي مولوي مهرالله «حماد»، د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې محترم عمومي رئيس الحاج مفتي عبیدالله «خالد»، د پکتیا ولایت امنیه قوماندان محترم الحاج مولوی محمد عمر «مخلص» او د پکتیا ولایت د نورو ادارو د رئيسانو او مشرانو په حضور کې د قاتلینو کورنیو ته بخښنه وکړه او د یادو کورنیو پنځلس کلنۍ شخړه په صمیمانه فضاء او په شانداره مراسمو کې حل او پای ته ورسېده

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت خوشامند او وازې‌خوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی