د خوست ولایت د مرافعه محکمې رئیس د ياد ولایت له عمومي محبس څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۱:۴۲
د خوست ولایت د مرافعه محکمې رئیس د ياد ولایت له عمومي محبس څخه لیدنه وکړه

د خوست ولايت د مرافعه محکمې د رئیس محترم مولوي امين الله (منيب) په مشرۍ يوه پلاوي د یاد ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه.

ياد پلاوى د خوست ولایت د مرافعه محکمې د تحریراتو له آمر امین الله (حنفي)، د دېوان جزا له رئيس، عضو محرر، د امنيت عامه دېوان سرپرست رئیس او د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا او امنیت عامه دېوانونو رئیسانو څخه تشکيل شوى وو.

په یاده لیدنه کې د بندیانو ستونزې او شکايتونه واوریدل شول او د يادو ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.

د يادې ليدنې په پاى کې د خوست ولایت د مرافعې محکمې د رئیس له لورې د ياد عمومي محبس مدیر ته د هر راز همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۵۴
Background image

په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر شپږ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۴۱
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۴۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۴۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثيقې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

بیا په خبرونو کی