د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست د کابل د ښاري ابتدائیه محکمې له کارکوونکو ازموینه واخیسته

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۰:۵۹
د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست د کابل د ښاري ابتدائیه محکمې له کارکوونکو ازموینه واخیسته

د روان  ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول میاشتې په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست د کابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې له کارکوونکو څخه د هغه دیني درسونو تحریري او تقریري ازموینه واخیسته چې د یاد ریاست د مدرسینو لخوا تدریس شوي وو.

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست مسؤولینو د دغه ازموینې موخه د هغه دیني زده کړو د تدریس د پایلې معلومول وبلل چې په تېره موده کې د یاد ریاست د مدرسینو لخوا د ابتدائیه محکمې کارکوونکو ته تدریس شوي دي.

د دعوت او ارشاد ریاست اړوند د کابل ښاري محکمې مدرس محترم مفتي روح الله (محمدي) وویل، د عالقیدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس د افغانستان اسلامي امارت په ټولو اداراتو کې د دعوت او ارشاد ریاستونه جوړ شوي دي، د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست لخوا د نورو محاکمو په څېر د کابل په ښاري محکمه کې هم درسونه او فعالیتونه جریان لري.

نوموړي زیاته کړه، نن موږ د خپل دیني بیانونو او درسونو برخه کې امتحان اخلو چې په دې ازموینه کې دوه ډوله کسان شامل دي، لومړی باسواده یا لوستي کسان دي چې له دوی څخه تحریري ازموینه اخیستل کېږي؛ دویم بې سواده کارکوونکي چې له هغوی څخه تقریري امتحان اخلو.

دغه راز د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس محترم مفتي عصمت الله (برهان) وویل، دا ډېر لوی او نېک اقدام دی چې اداراتو او وزارتونو کې ټولو کارکوونکو ته د اسلام ضروري احکام تدریس کېږي.

نوموړي زیاته کړه، د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست ویاړ لري چې نن د خپلو فعالیتونو د پایلې معلومولو په موخه د ښاري ابتدائیه محکمې له کارکوونکو ازموینه اخلي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۷:۲۱
Background image

کندهار ولایت کې دوو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کندهار ولایت د لوړ میوند ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د پرېکړې په اساس دوو کسانو ته چې پر لواطت متهم وو؛ نن يکشنبې (۲۶/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۵:۴۴
Background image

د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي رياست لخوا جوړ شوی يو مياشتنی علمي او قضائي سيمينار پای ته ورسېد

د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي رياست لخوا د هېواد د محاکمو د قضائي غړو (قضاتو، مفتي صاحبانو او محررینو) د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی يو مياشتنی علمي او قضائي سيمينار چې (۴۰) کسانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۵:۲۹
Background image

د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۸۲۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱ /۳ /۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱۵ /۳ /۱۴۴۶هـ ق) نېټې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۸۲۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده، چې جزئيات يې. . .

بیا په خبرونو کی