د سترې محکمې د حقوقو عمومي رئیس کاپیسا او پروان ولایتونو ته سفر وکړ

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۴:۴۶
د سترې محکمې د حقوقو عمومي رئیس کاپیسا او پروان ولایتونو ته سفر وکړ

د  چهارشنبې په ورځ  (12 /3 /1445هـ ق) نېټه د حقوقو عمومي رئیس محترم مفتي محمد ابراهیم جان  (ابوالحفاظ) کاپیسا او پروان ولایتونو ته د سفر پر مهال د یادو ولایتونو د مرافعه محاکمو له رئیسانو او د حقوقو له آمرینو سره وکتل.

د حقوقو عمومي رئیس په دې لیدنو کې د یادو ولایتونو د حقوقو د اداري څانګو  اړوند خالي بستونو ته د وړ کسانو د جذب لپاره پر لازمو لارو چارو  خبرې وکړې.

دغه راز محترم مفتي ابراهیم جان (ابوالحفاظ) د یاد سفر پر مهال له ځینو متقاضي اشخاصو څخه ازموینه هم واخیسته.

د ولایتي محاکمو او حقوقو امریت مسؤولینو د یادو لیدنو پر مهال د حقوقي له عمومي رئیس سره ژمنه وکړه چې  خپلې چارې به د عمومي ریاست په همکارۍ او همغږۍ په اصولي ډول ترسره کوي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۹
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د قضائي پلټنې عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په ۱۵/۱۰/۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښه‌والي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښارې ابتدائیه محکمې دویم زون جزا دېوان د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاده مجرمه په یو کال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۵۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۱۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ /۱۰ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۵۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی