د خوست ولایت د مرافعه محکمې نوي ټاکل شوی رئیس د یوې غونډې په ترڅ کې معرفي شو

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۱:۵۹
د خوست ولایت د مرافعه محکمې نوي ټاکل شوی رئیس د یوې غونډې په ترڅ کې معرفي شو

د خوست ولایت د مرافعه محکمې لپاره نوی ټاکل شوی رئیس محترم شیخ امین الله (منیب) صاحب د یوې ناستې پر مهال د یاد ولایت د محاکمو او نورو ولایتي ادارو مسؤولینو ته معرفي او په رسمي ډول یې دنده پیل کړه.

د مرافعه محکمې د نوي رئیس د معرفت په موخه جوړه شوې ناسته چې د خوست ولایت مقام مرستیال ښاغلي مولوي محبوب شاه (قانت)، د علماوو شورا رئیس محترم شیخ صاحب انورحسین (حسیني)، د مرافعه محکمې مخکني رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي)، د مرافعه محکمې نوي رئیس محترم شیخ امین الله (منیبد مرافعه، ښاري او ولسوالیو محاکمو قضائي او اداري کارکوونکو، د امر بالمعروف رئیس، د دولایتي ادارو اړوند رئیسانو او دیني عالمانو ګډون کړی و، د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د علماوو شورا رئیس محترم شیخ انور حسین (حسیني) د مرافعه محکمې نوي رئیس ته ښه راغلاست ووایه او د مخکیني رئیس له خدمتونو یې مننه وکړه.

نوموړي ډاډ ورکړ چې نوي رئیس سره به په ټولو شرعي امورو او فیصلو کې همکار وي.

دغه راز مرستیال والي ښاغلي مولوي محبوب شاه (قانت) وویل چې زموږ د شهیدانو ارمان دا و او قربانۍ یې د همدې لپاره ورکړې ترڅو خپلو خلکو لپاره شرعي نظام رامنځته او ټولې فیصلې د شریعت په رڼا کې ترسره شي.

د خوست ولایت د مرافعې محکمې مخکني رئیس محترم خلیفه صاحب محبوب الرحمن (نقشبندي) وویل، په دغه ولایت کې د خپل مسؤولیت پر مهال د فساد د مخنیوي، د کارونو د چټکتیا، اداري اصلاحاتو او د قاضي صاحبانو د وړتیا لوړونې په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د مرافعه محکمې نوي رئیس محترم شېخ امین الله (منیب) په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې د ولایتي ادارې او نورو مسؤولینو په ملتیا به د مظلومانو له حقونو دفاع وکړي او د شریعت په رڼا کې به فیصلې صادرې کړي.

 یاده غوڼده د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده .

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی