د بلخ محاکمو په دوو اونیو کې د (۳۶۶)دوسیو پر حل او فصل سربېره(۵۳۵) وثیقې هم اجرا کړې

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۵:۲۳
د بلخ محاکمو په دوو اونیو کې د (۳۶۶)دوسیو پر حل او فصل سربېره(۵۳۵) وثیقې هم اجرا کړې

په دغه راپور کې له 3 /2 /1445هـ ق نېټې څخه تر 15 /2 /1445 هـ ق نېټې د بلخ ولایت اړوند مرافعه محکمې، د زون نظامي محکمې، د ښاري ابتدائیه محکمې دېوانونو، د ټولو ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو او وثایقو امریت قضائي او حقوقي اجراآت شامل دي.

په حقوقي (مدني او تجارتي) برخه کې:

په یاده موده کې د بلخ ولایت محاکمو ته (218) بېلا بېلې حقوقي (مدني اوتجارتي) دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې ډلې (52) دوسیې فیصله شوې دي، (22) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (168) دوسیو په اړه قرار  قضائي صادر شــوي او نورې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په یاده موده کې د بلخ ولایت محاکمو ته (158) بېلا بېلې جزائي دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شـمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه (58) دوسیې فیصله شوې دي، (17) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي، د (49) دوسیو په تړاو قرار قضائي صادر شوي او پاتې نورې تر کار لاندې دي.

دغه راز په یاده موده کې د بلخ محاکمو (۵۳۵) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۳
Background image

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې له خوا د حقوقو آمر او مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي)؛ له‌خوا په ۲۸/ ۱۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه، د مرافعه محکمې او ټولو ابتدائيه محاکمو د حقوقو مدیرانو لپاره یو ورځنی علمي او. . .

بیا په خبرونو کی