د هلمند مرافعه محکمه کې اداري غونډه ترسره شوه

د سه شنبې په ورځ (۶ /۲ /۱۴۴۵) هـ ق نېټه د هلمند ولایت د مرافعه محکمې د ریاست په مقام کې د یادې محکمې د عمومي رئیس حماس مولوي صاحب په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه.
په یاده اداري غونډه کې د مرافعه محکمې د ټولو دېوانونو قضاتو، مفتیانو، محررینو او د تحریراتو عمومي امر ګډون درلود.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې حماس مولوي صاحب د غونډې د اجنډا مطابق د سنګین له ابتدائیه محکمې څخه راجع شوې استهداء بیان کړه او د غونډې ګډونوالو د یادې استهداء په اړه تر تفصیلي بحث وروسته د استهداء جواب ووایه.
همدارنګه د مرافعه محکمې د مدني دېوان په موضوعاتو چې ډېرې زیاتې موضوعګانې لري داستخلاف په صورت کې نورو دېوانونو ته د ورکولو او د غلو د جنایاتو سزا ورکولو په اړه بحث وشو.
غونډه په یو شمېر نورو مواردو تر بحث وروسته د دعا په ویلو پای ته ورسېده.