د بلخ محاکمو په دوو اونيو کې د (297) دوسیو پر حل او فصل سربېره (412) وثیقې هم اجرا کړې

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۱۳:۵۸
د بلخ محاکمو په دوو اونيو کې د (297) دوسیو پر حل او فصل سربېره ( 412 ) وثیقې هم اجرا کړې

په دغه راپور کې له 19 /1 /1445هـ ق نېټې څخه تر 1 /2 /1445 هـ ق نېټې د بلخ ولایت اړوند مرافعه محکمې، د زون نظامي محکمې،  د ښاري محکمې دېوانونو او ټولو ابتدائیه محاکمو او د وثایقو آمریت اجراآت شامل دي.

په حقوقي برخه کې:

په یاده موده کې د بلخ ولایت محاکمو ته (302) بېلا بېلې حقوقي دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

 له دې ډلې (47) دوسیې فیصله شوې دي، (13) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (126) دوسیو په اړه قرار  قضائي صادر شــوي او نورې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په یاده موده کې د بلخ ولایت محاکمو ته (142) بېلا بېلې جزائي دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شـمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه (52) دوسیې فیصله شوې دي، (11) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي، د (48) دوسیو په تړاو قرار قضائي صادر شوي او پاتې نورې تر کار لاندې دي.

دغه راز په یاده موده کې د بلخ محاکمو  (412) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۴۲
Background image

د لوګر ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۳۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۷۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق) نېټې پورې (۲۳۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۷۰) وثیقې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د زابل ولايت دايچوپان ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولايت دايچوپان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د رئيس مولوي حضرت محمد په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو، د سيمې علماوو او مصلحينو په منځګړيتوب،  په ۲۸/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع حل او فصل شوه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (۱۳۶۴) دوسیو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (له ۱۶/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۳۶۴) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئیات یې په. . .

بیا په خبرونو کی