د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست یوه پلاوي د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه
د سترې محکمې اړوند د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست یوه پلاوي د جنوب غرب زون د تمیز عالي مقام او د سترې محکمې د قضائي معاونیت د هدایت په اساس د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۸مه نېټه د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.
د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست دغه پلاوي د خپل سفر په جریان کې قادس ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د عریضو د ثبت کتاب، د حقوقي او جزائي دوسیو د ثبت کتاب، صادره او وارده او د رسیداتو کتابونو علاوه د حاضرۍ کتاب هم له نږدې وکاته.
پر دې سربېره یاد باصلاحیته پلاوي د قادس ولسوالۍ درې صادرې شوې فیصلې په غور او دقت وڅېړلې او د فیصلو د صادرېدو په اړه یې د یادې ابتدائیه محکمې له مسؤولینو بشپړ جزئیات وغوښتل.
دغه راز د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست پلاوي د قادس ولسوالۍ له قومي مشرانو او دیني علماء کرامو سره ناسته ترسره کړه او د محکمې د فعالیت په اړه یې د دوی نظرونه واورېدل چې الحمدلله ټول د قادس ولسوالۍ له اجراآتو راضي او خوښ وو.
پر دې سربېر یاد پلاوي د قادس ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قوماندان، د استخباراتو مدیر او نورو مسؤولینو سره وکتل او په اړه موضوعاتو یې وسره بحث او خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې یاد پلاوی به د محاکمو د چارو د بررسۍ لپاره یو شمېر نورو محاکمو ته هم سفر ولري.