د هلمند مرافعه محکمې عمومي رئيس د ياد ولايت له شپږو ولسوالیو څخه ليدنه ترسره کړه
د هلمند د مرافعه محکمې عمومي رئیس مولوي محمد نبي حماس صاحب په مشرۍ یو پلاوي د هلمند ولايت شپږو ولسوالیو ته سفر وکړ.
د دې پلاوي د سفر هدف بغني، باغران، ناوه مېش، نوزاد، کجکي او موسی قلعه ولسوالیو ته د یادو ولسوالیو د ابتدائیه محکمو، محبسونو او د محبسونو د مسؤلینو او بندیانو سره له نږدې کتل وه.
چې په ورته وخت کې یې د ابتدائیه محکمو د فیصلو او نورو اداري چارو څخه نظارت وکړ، د بندیانو ستونزې یې له نږدې واورېدې او د ستونزو د له منځه وړولو لپاره يې د محبسونو د مسؤلینو سره مفصل بحث او خبري وکړې.
د دې سفر په دوام کې د یادو ولسوالیو د ولسوالانو، قوماندانانو او استخباراتو له مسؤلینو سره يې هم پر یو شمېر موضوعاتو بحث وکړ چې د مشترکو همکاریو پر دوام ټینګار او ژمني وشوې.
همدا راز د ښاغلي حماس مولوي صاحب لخوا د یادو ولسوالیو د محبسونو د مسؤلینو سره یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.
د دې سفر په سرته رسولو سره د مرافعه محکمي رئیس د ۱۹ ولسوالیو د ابتدائیه محکمو سفر پای ته ورساوه.
ښاغلي حماس د ټولو ابتدائیه محاکمو له مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه، چې د هیواد والو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړئ ترڅو پر وخت د عامو ولسونو د ستونزو د حل تر څنګ هغه زندانیان چې په محبسونو کې دي بې برخلیکه پاته نه شي.