د کندهار ولایت مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو غونډه ترسره شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۸ - ۱۵:۲۶
د کندهار ولایت مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو غونډه ترسره شوه

 

د ۱۴۴۴/۱۱/۲۴ هـ ق نېټه د کندهار ولایت مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو غونډه په داسي حال کې چې د یادو دېوانونو رئیسانو د تحریراتو رئیس او وثایقو آمر ګډون درلود،  د مرافعه محکمې رئیس شیخ الحدیث مولوي عبد الغفار (بحر) په مشرۍ دائره شوه.
 په شروع کې د قرآن کریم څو مبارک آیاتونه مولوي عبدالجلیل (سفیان) د مدني دېوان رئیس تلاوت کړل.
 وروسته د مرافعه محکمې رئیس په خپله وینا کې وویل، څرنګه چې لیدل کیږي یو تعداد د مرافعه محکمې رئیسانو له محبس څخه لیدنه کړې ده او په خپلو راپورونو کې یې یو تعداد د بندیانو د بې سرنوشتۍ معلومات راکړي، بهتره به وي چې په میاشت کې یو یا دوه ځله ټول د دېوانونو رئیسان هغه که ابتدائیه او یا مرافعه دي له محبس څخه لیدنه وکړي، ترڅو هیڅ یو بندي د بې سرنوشتۍ په حالت کې پاته نه وي او همدارنګه په یوه حقوقي موضوع کې بحث وشو او تعیین د هیئت وشو، تر څو ساحې ته ولاړ شي له نږدې په موضوع کې تحقیق او څیړنه وکړئ او هم بحث وشو چې محاکم دي په خپلو فیصلو کې د فیصلې لیکلو تعلیماتنامې (۶۴) مادې هدایت مطابق عمل وکړي.
 او یاده غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی