د پکتیا ولایت محاکمو په دوو اوونیو کې د (۱۱۹) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۸۱) وثایق هم اجرأ کړي دي
په دغه راپور کې له ۲۳ /۱۰ /۱۴۴۴ هـ ق نېټې څخه تر ۷ /۱۱ /۱۴۴۴ هـ ق نېټې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې، وثایقو، د ښاري ابتدائیه محکمې، د پکتیا زون ابتدائيه نظامي محکمې او ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د تېرو دوو اونیو حقوقي، جزائي او تجارتي اجراآت شامل دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېرو دوو اونیو کې (۸۶) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.
له دې جملې څخه (۱۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۳۲) دوسیو په تړاو قضائي قرار ونه صادر شوي،(۲۳) دوسیې فیصله شوې او پاتې نورې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېرو دوو اونیو کې (۵۵) دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.
له دې جملې څخه (۱۰) مکتوبي مستردې شوې، د (۱۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۶) دوسیې فیصله شوې او پاته نورې تر کار لاندې دي.
دغه راز په یاده موده کې (۸۱) بېلا بېل وثایق اجراء شوي دي.