د فراه ولایت محاکمو په دوو اونیو کې د (۱۲۷) دوسیو پر حل او فصل سربېره، (۲۴۴) وثیقې هم اجرأ کړې دي
په دغه راپور کې له ۲۳ /۱۰ /۱۴۴۴ څخه تر ۵ /۱۱ /۱۴۴۴ هـ ق نېټې د فراه ولایت د مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې او د ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د تېرو دوو اونیو حقوقي او جزائي اجراآت شامل دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېرو دوو اونیو کې د فراه ولایت محاکمو ته (۷۱) دوسیې ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.
له دې جملې څخه (۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۸) دوسیو په اړه قرار قضائي صادر شوي، (۲۲) دوسیې فیصله شوې دي او پاته نورې تر کار لاندې دي .
په جزائي برخه کې:
په تېرو دوو اونیو کې د فراه ولایت محاکمو ته (۱۳۷) جزائي دوسیې ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.
له دې جملې څخه (۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۱۲) دوسیو په اړه قرار قضائي صادر شوي، (۷۵) دوسیې فیصله شوې دي او پاته نورې تر کار لاندې دي .
دغه راز په یاده موده کې (۲۴۴) بېلابېل وثایق هم اجراء شوي دي.