د لوګر ولایت د استیناف محکمې رئیس د برکي برک او څرخ ولسواليو  ابتدائیه محاکمو ته د قضائي اجراآتو د ارزونې په موخه سفر تر سره کړ

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۱۴:۲۳
د لوګر ولایت د استیناف محکمې رئیس د برکي برک او څرخ ولسواليو  ابتدائیه محاکمو ته د قضائي اجراآتو د ارزونې په موخه سفر تر سره کړ

په ۷/۱۰ / ۱۴۴۴ هــ ق نېټه د لوګر ولایت استیناف محکمې رئیس مولوي موسی کليم عاصم او ورسره مل پلاوي د لوګر ولایت برکي برک او څرخ ولسوالیو له محکمو څخه لیدنه تر سره کړه.

یادو محکمو ته له رسېدو وروسته د استیناف محکمې رئیس، د حاضرۍ، اندراج، واردې او صادرې، رسیداتو کتابونه وکتل او مسؤلینو ته یې په يادو کتابونو کې د شته نیمګړتیاوو د سمون توصیه وکړه .

ورپسې یې د یادې محکمې د قضائي اجراآتو ( فیصلو، قرارونو، او وثیقو)  ځینې نمونې مطالعه کړې، چې په یادو برخو کې دوی ته د شته کمیو د اصلاح کولو لارښونه وشوه.

نوموړي د یادو محکمو مسؤلینو ته توصیه وکړه، چې په خپلو دندو کې دې له پوره اخلاصه کار اخلي، د خلکو دوسیو ته دې په خپل وخت رسیدګي کوي، په قضائي اجراآتو کې دې د کار د کمیت تر څنګ د کار کیفیت ته هم متوجه شي او کارونه دې د یوه منظم پلان له مخې مخته یوسي، تر څو کاري وخت په سالمه توګه مدیریت شي، تر څو مثبته نتیجه پرې مرتبه وي.

په پای کې د استیناف محکمې رئیس د یادو ولسوالیو د قضائي مسؤینو ستونزې او غوښتنې واوريدې، دوی ته وعده ورکړل شوه، چې د امکان تر حده به د دوی ستونزې حل او غوښتنو ته به يې  رسیدګي وکړل شي.

د یادو سفرونو عمده موخه د محاکمو له قضائي او اداري اجراآتو څخه لیدنه، د شته نیمګړتیاوو حل، قضات خپلو دندو ته متوجه کول او له مرکز سره د ولسوالیو د اړیکو پراخوالی وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی